دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 185342
یو شمېر وکیلانو میر رحمن رحماني د ریاست له څوکۍ ښکته کړ
په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه میر رحمن رحماني نن یکشنبه د ولسي جرګې د نوي رئیس په توګه دنده پیل کړې وای، خو د جرګې ځینو غړو یې مخالفت وکړ او اجازه یې ورنه کړه چې د ریاست پر څوکۍ کښېني.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین د «غوايي پر ۲۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې د نوموړي له مخالفت سره د جرګې په تالار کې جنجال رامنځته شو.
ښاغلي کمین زیاته کړه چې له پرون راهیسې د یادې ستونزې د هواري په هدف درې کمېسیونونه ټاکل شوي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
هغه وویل:"په پارلمان کې کې ځینې ګروپونه دي چې په لوی لاس دې ډول مسایلو ته لمن ووهي."
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیو کې د مېرمنو په ګډون یو شمېر استازي لیدل کېږي چې د ریاست څوکۍ یې محاصره کړې او د موقت رئیس تر ټاکل کېدو وروسته د بیا ټاکنو غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې یوې بلې غړې حبیبه دانش بیا امریکا غږ ته وویل، چې نن یکشنبه یو پلاوی ټاکل شوی تر څو د تېرې ورځې د ټاکنو رایې بیا له سره وشمېري چې وروسته به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.
تېره ورځ د ولسي جرګې د ریاست لپاره د میر رحمن رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ ټاکنې تر سره شوې.
د ولسي جرګې نصاب تېره ورځ ۲۴۷ تنه و چې د جرګې د موقت رئیس لخوا د ۵۰+۱ د پوره کولو لپاره بریالي کاندید باید ۱۲۴ رایې تر لاسه کړي وای.
خو مېر رحمن رحماني تېره ورځ له یاد هدف څخه په توپیر ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې وګټلې چې رحماني د جرګې د موقت مشر لخوا د ولسي جرګې د مشر په توګه اعلان شو.
۵۶ رایې باطلې او ۱۳ یې سپینې رایې وې.
پر همدې مهال د ولسي جرګې یوې بلې غړې شګوفې نورزۍ هم امریکا غږ ته وویل، چې رحماني د ۵۰+۱ رایو په نه پوره کولو سره د ولسي جرګې د داخلي اصولو خلاف د موقت رئیس عطا محمد دهقان لخوا د رئیس په توګه اعلان شو.
خو د ولسي جرګې یوه بل غړي فاروق مجروح بیا امریکا غږ ته وویل، چې رحماني پرون شنبه د اکثریت رایو په تر لاسه کولو سره د ولسي جرګې د داخلي اصولو له‌مخې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
تر دا مهاله معلومه نه ده چې بل ځل به ټاکنې تر سره شي او که به میر رحمن رحماني د نوي رئیس په توګه دندې ته دوام ورکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5wazrt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته