دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 185347
افغانستان کې د آرین بانک د جواز لغوه شو
مرکزي بانک په افغانستان کې د آرین بانک د فعالیت د جواز لغو کېدل تایید کړل.

د هېواد د مرکزي بانک ویاند، ایمل هاشور د آرین بانک د فعالیت د جواز د لغو کېدو لامل د افغانستان د بانکي قوانینو د سرغړونو له کبله بولي.
دی وايي آرین بانک نه دی توانېدلی چې د افغانستان په بانکي نظام کې ښه فعالیت ترسره کړي او همداراز د فعالیت د جواز د لغو کېدو بل لامل یې هم د پیسو د تطهیر د قانون څخه د یاد بانک سرغړونه ده.
آرین بانک د ۲۰۰۴ زیږدیز کال په وروستیو کې افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی وو. دا بانک د ایراني پانګه والو لخوا د کابل او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړې ورکړې په موخه جوړ شوی وو
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdok0f5yt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته