کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي موزیم ته کورنیو چارو وزارت یوه مجسمه وسپارله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 ثور 1398 ساعت 15:22

پرون د موزیم د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه یوه بودايي مجسمه چې دوه زره کلنه مخینه لري، د هېواد ملي موزیم ته وسپارله.


دا بودايي مجسمه چې دوه زره کلنه مخینه لري له یوې سکې، یو شمع دان او څو تاریخي مهرونو سره د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ د مرستیالې حسنا جلیل له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوې وه او په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال، د یونسکو ځانګړي استازي او د یو شمېر نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود، وسپارله.

یاده مجسمه تېر کال ۱۳۹۷ کال کې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې د پولیسو له خوا په کابل ښار کې له یوه قاچاقبر څخه کشف او ضبط شوه.


د مطلب کود: 185355

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185355/ملي-موزیم-ته-کورنیو-چارو-وزارت-یوه-مجسمه-وسپارله

آوا
  https://www.avapress.com