دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 185396
په کابل کې له وخت مخکې پخیدونکې میوې بیا نندارې ته وړاندې شوې
د کرنې وزارت مسوولین وايي، چې په کابل کې د وخت مخکې پیخیدونکیو میوو په دوه یم نندارتون کې، شفتالو، زردالو، ګیلاس او د سبزیو ځینې بېلګې نندارې ته وړاندې شوې.
د کرنې وزیر نصیر احمد دراني وايي، چې د هېواد په بازارونو کې د له وخت مخکې پخیدونکیو میوو لپاره جدي اړتیا ده.
هغه زیاتوي، چې اړتیاوو ته په پام یې زرګونه جریبه بڼونه جوړ کړي دي.
ښاغلی دراني ټینګار کړی؛ په پام کې ده، چې په راتلونکیو کلونو کې هم له وخت څخه مخکې پخیدونکیو میوو زرګونه جریبه باغونه جوړ کړي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ رييس محمد عثمان ساپی وايي، چې له وخت څخه مخکې پیخیدونکیو میوو د بڼونو له جوړیدو سره د کروندګرو اقتصاد هم د پیاوړتیا په حال کې دی.
دوی وايي، چې یوازې په تېر کال کې یې د دغه ډول میوو، درې زره جریبه بڼونه جوړ کړي دي.
له وخت څخه د مخکی پخیدونکیو میوو ځینې بېلګې له معمولي وخت څخه دوه میاشتې وړاندې پخیږي او مارکیت ته وړاندې کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwmnz-23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته