دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 185398
د ملي دفاع وزارت د مرستیالې په توګه د منیرې ټاکنې غبرګونونه راپارولي
د ملي دفاع وزارت د مرستیالې په توګه د منیرې یوسف زاده ټاکل کیدو ته خلکو او د نظر خاوندانو غبرګونونه په ډاګه کړي دي.
منیرې یوسف زاده د ولسمشر د دفتر د کلتوري او ټولنیزو پروګرامونو مسوولیت تر سره کاوه او اوس یې د یوې میرمنې په توګه د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي دفاع وزارت د مرستیالې لپاره اوږه وړاندې کړې ده.

د هغې ټاکنې ته خلکو بېلا بېل غبرګونونه ښودلي او وایي، چې د هغې ټاکنه یو خام کار دی.
پوځي تحلیلګر عتیق الله امرخېل وایي: دغه مقام ته باید هغه افراد او اشخاص، چې پوهه، زړورتیا او ډاډمنتیا ولري او د لاس لاندې خلک ترې ملاتړ وکړي؛ غوره شي بیا یې، نو بریا پر برخه ده.             
یو شمېر عادي افغانان هم وايي، چې په ملي دفاع وزارت کې د منیرې یوسف زاده ټاکنه مسلکي کار ندی.

د کابل اوسیدونکی شکرالله وایي، چې د دفاع وزارت دنده دفاع ده؛ خو کله، چې یو څوک ونه پوهیږي اړینه ده، چې په هغه هېواد کې به ناورینونه رامنځته کیږي.   

د کابل یو بل اوسیدونکی توریالی وایي؛ باید داسې خلک وګومارل شي، چې مسلکي(څانګوال) وي او په اړوند برخه کې د تجربې لرونکي وي.     

د ملي دفاع وزارت مسوولین په دې اړه څه نه وايي؛ خو ارګ وايي، چې دغه ټاکنه یې د جنرالانو لخوا د دنګو ماڼيو د جوړولو د مخنیوي لپاره کړې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسن مرتضوي په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: قضاوت باید عادلانه وي، دا ټاکنه د جنرالانو لخوا د دنګو ماڼیو د جوړولو د مخنیوي لپاره شوې ده.

دغه راز د ولسمشر د دوه یم مرستیال سروردانش د رسنیو دفتر هم دغه ګام ستایلی او څرګنده کړې یې ده، چې په هېواد کې په لومړي ځل یوې میرمنې دغې درنې دندې ته اوږه ورکړې ده.
تېر کال د کورنیو چارو وزارت د معاونیت پر پوست د حسنا جلیل د ټاکل کیدو په اړه هم ورته غبرګونونه راڅرګند شول؛ خو هغې تر دې دمه خپل اړوند کار روان ساتلی دی.
 
https://avapress.com/vdcjhievouqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته