دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 185405
فساد داسې کړۍ رامنځته کوي چې سولې خوځښتونه له خطر سره مخ کوي
“ځانګړي استازي، چې د یوناما مشرهم دی زیاته کړه:” تر دې مهمه دا چې، فساد داسې کړۍ رامنځته کوي چې سولې خوځښتونه له خطر سره مخ کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکې لپاره پر خبرو اترو ولاړه حل لاره باید د روڼوالي او عدالت پر بنسټ وي. “

د ملګرو ملتونو یوه نوي رپوټ چې نن خپور شو موندلې چې، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ د عملي کیدو په برخه کې د پرمختیا رامنځ ته کول پرلپسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو وویل:" د فساد پر وړاندې مبارزه په ریښتیني ډول د افغانستان لپاره یوه اساسي اړتیا ده.
ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی کوي، خو ټول افغان بنسټونه او د ټولنې هره برخه باید هڅې وکړي، چې په افغانستان کې ریښتینولي، روڼتیا او حساب ورکول پراخ شي."
د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د یوناما د دریم رپوټ عنوان دی ’د فساد په وړاندې د افغانستان مبارزه: د سولې او هوساینې لپاره اساس، چې پکې له فساد سره د مبارزې د اصلاحاتو په برخه کې د افغاستان پرمختګ ارزول شوی او په دې تړاو د افغان ادارو د ملاتړ په موخه د شویو سپارښتنو تحلیل وړاندې کوي، چې د هغو خلکو ژوند ورسره ښه شي، چې له دغې ننګونکې مسلې سره هره ورځ لاس ګریوان دي.

رپوټ کې دا توضیح شوې چې په څه ډول فساد په دوامدار ډول په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو اغیز کړیدی، په حکومتي ادارو یې د خلکو باور له منځه وړی او دغه هیواد ته یې د سولې او هوساینې راوړلو په وړاندې خنډ پیښ کړیدی.

” فساد د قانون حاکمیت کمزوری کوي او د لازیاتو جرمونو لپاره لار هواروي. ورسره خواکې یو داسې ناوړه حالت رامنځته کوي چې د معافیت کلتور ورسره وده مومي. “ځانګړي استازي، چې د یوناما مشرهم دی زیاته کړه:” تر دې مهمه دا چې، فساد داسې کړۍ رامنځته کوي چې سولې خوځښتونه له خطر سره مخ کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکې لپاره پر خبرو اترو ولاړه حل لاره باید د روڼوالي او عدالت پر بنسټ وي. “

دا رپوټ ګڼې سپارښتنې وړاندې کوي او ښيي چې د فساد په وړاند مبارزه کې د حکومت روانو هڅو د ډیرو افغانانو په ژوند تر اوسه اغیز نه دی کړی. رپوټ دې پایلې ته رسیدلی چې، د پالیسۍ او قانوني اصلاحاتو سره سره، فساد اوس هم د افغانستان د سولې او اوږدمهاله سوکالۍ په لاره کې یو اساسي خنډ دی.

په راپور کې یوه مهمه سپارښتنه د افغانستان لپاره د اوږدې مودې ستراتیژۍ رامینځ ته کول دي چې، د اصلاحاتو د پخوانیو هڅو لاسته راوړنې دوام ومومي او له فساد سره د مبارزې لپاره د خلکو مخ پر زیاتیدونکې لیوالتیا پیاوړې شي.

تدامیچي یاماموتو وویل: ”ملګري ملتونه سږکال او تیرکال د افغان حکومت لخوا د یو لړ بسنټیزو اصلاحي ګامونو د پورته کیدو مننه کوي. موږ حکومت د ورته نورو اصلاحاتو ترسره کولو ته هڅوو. راتلونکې ټاکنې د ترلاسه شویو تجربو د عملي کولو له اړخه یوه ازموینه ده. “

ملګري ملتونه ژمن دي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي چې د ملګرو ملتونو د کنوانسيون په چوکاټ کې خپل مسؤلیتونه لا ښه پلي کړي، چې دې هیواد په ۲۰۰۸ کال کې منلی دی.

د فساد په وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسيون له دغې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې یوازینۍ نړیواله اړ ویستونکې قانوني وسیله ده. د کنوانسیون هر اړخیزه تګلاره او د هغه د ډیرو محتویاتو الزامیت له دې کنوانسیون څخه د نړیوالو ستونزو دحل لپاره یوه ځانګړې وسیله جوړوي. د ملګرو ملتونو اکثریت غړي د دې کنوانسيون غړیتوب لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuwazwt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته