کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1398 ساعت 11:31

د کرېکټ په لومړۍ نړیواله لوبه کې پرون یک شنبه ایرلینډ افغانستان ته د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.


لومړی توپه وهنه ایرلیند ملې لوبډلې وکړه چې د سټرلينګ د ۷۱ او لوبډلمشر پورټرفیلډ د ۵۳ منډو پر مټ افعانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لورې افتاب عالم او دولت ځدران درې- درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۳۷ منډو وسوځېدل.
اصغر افغان ۲۹ او نبي ۲۷ منډې تر سره کړې او تر ټولو ښه وځلېدل. د آېرلېنډ له لورې اډېر څلور، رېنکن درې او مرټاګ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د دغه لړۍ دوهمه او وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې په ۲۱ مه بلفاسټ کې تر سره شي.
 


د مطلب کود: 185406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185406/په-لومړۍ-نړیواله-یوه-ورځنۍ-لوبه-کې-ایرلینډ-افغانستان-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com