دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 185430
ملي امنیت ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي ملاتړ هلمند کې ۱۹ وسله وال ترهګر وژلي
د افغانستان ملي امنیت وایي د دې ریاست، ځانګړو ځواکونو چې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ملاتړ ورسره وو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر دوو اډو عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۹ وسله وال ترهګر وژل شوي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست د خبر پاڼې په حواله په دغو عملیاتو کې د وسله والو ترهګرو دوه قراګاوې له منځه وړل شوې او یوه اندازه وسلې او مهمات د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwn9qzak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته