کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي ملاتړ هلمند کې ۱۹ وسله وال ترهګر وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1398 ساعت 15:06

د افغانستان ملي امنیت وایي د دې ریاست، ځانګړو ځواکونو چې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ملاتړ ورسره وو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر دوو اډو عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۹ وسله وال ترهګر وژل شوي دي.


د ملي امنیت عمومي ریاست د خبر پاڼې په حواله په دغو عملیاتو کې د وسله والو ترهګرو دوه قراګاوې له منځه وړل شوې او یوه اندازه وسلې او مهمات د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.


د مطلب کود: 185430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185430/ملي-امنیت-ځواکونو-د-غوڅ-ملاتړ-ماموریت-په-هوایي-هلمند-کې-۱۹-وسله-وال-ترهګر-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com