دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 185436
د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د مشرتابه کمېټې ناسته وشوه
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په پرانیسته وینا کې د افغانستان بیارغونې صندوق د رول او ارزښت بیانولو ترڅنګ وویل: " د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د تاسیس له مودې تر دې دمه د افغانستان د ملاتړ یو کلیدی وسیله ده.
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي شبهام چوهدري، په ګډه مشرۍ او د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال ښاغلي هارتویګ شفر په شتون کې د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د مشرتابه کمېټې ناسته د غویي میاشتې په ۳۰ مه نېټه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه.

په دې ناسته کې له افغانستان سره د ۱۹ مرسته کوونکو هیوادونو سفیرانو او استازو ګډون درلود او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق په رول چې د څو مرسته کوونکو له خوا تمویلیږي او د نړیوال بانک لخوا اداره کيږي بحث وشو او د (۱۳۹۷-۱۳۹۹) کلونو لپاره یې د خپلو درې کلنو همکاریو او ستراتیژیو چوکاټ د پرمختګ ارزونه وکړه.

د افغانستان بیارغونې صندوق د افغانستان ملي بودیجې د ملاتړ ستره سرچینه او د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژۍ پلي کوونکی ده.
د دې صندوق له لارې د افغانستان حکومت له نړیوالو شریکانو سره د بیوزلۍ کمولو، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو، د غیرنظامي بودیجې د عملیاتو د لګښتونو ساتلو او کلیدي اصلاحاتو په موخه کار کوي.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په پرانیسته وینا کې د افغانستان بیارغونې صندوق د رول او ارزښت بیانولو ترڅنګ وویل: " د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د تاسیس له مودې تر دې دمه د افغانستان د ملاتړ یو کلیدی وسیله ده.

حکومت دغه صندوق د یوه انعطاف پذیر میکانیزم او د افغانستان له لومړیتوبونو سره سم د پراختیایي اړتیاوو او تمویلوونکو د مرستو همغږي کولو تامین لپاره د وړ چوکاټ په توګه پېژني."

نوموړي زیاته کړه: " د حکومت کلیدي موخه د عوایدو لوړېدو لپاره د پایداره کرنیز پروګرام پراختیا (ASAP)، د ځان بسیاینې بهیر ګړندی کول او په مرستو د تکیې را کمول دي.  

وړیا مرستې به د ۲۰۲۰ کال او تر هغه ور ها خوا ۲۰۲۴ کال پوري دوام وکړي. د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق تمویلوونکو له دوامداره مرستو ډېره مننه کوم."

د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال ښاغلي هارتویګ شفر په خپلو خبرو کې وویل:" د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د افغانستان دولت د ملي بودیجې ستره او پایداره د تمویل سرچینه ده چې د ۳۴ مرسته کوونکو بنسټونو او هیوادونو په استازیتوب د نړیوال بانک له لوري اداره کیږي."

نوموړي زیاته کړه "د افغانستان بیا رغونې صندوق د نړیوال بانک او د هغو هیوادنو لپاره چې جګړه او نا امنه دي د معلوماتو د تامینولو یو د باور وړ سرچینه ده."

نوموړي د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل : "د نړیوال بانک ګروپ د افغانستان خلکو د ثبات او ښې راتلوونکې لپاره د نورو پراختیایې همکارانو او ادارو سره په همغږۍ د افغانستان د دولت سره خپلو مالي همکاریو ته دوام ورکوي."

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي شبهام چوهدري د حکومت د لومړیتوبونو د پرمختګ او د ۲۰۲۰ کال څخه وروسته ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو او همغږۍ په اړه معلومات ورکړل.

په دې ناسته کې د صندوق رهبرۍ کمیټې غړو د همکاریو او مالي پروګرامونو له چوکاټ سره سم یو کلن فعالیتونه تایید کړل او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د تمویل په موخه یې د خپلو همکاریو او قوي مشارکت د دوام ژمنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcc1pqse2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته