دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 185443
د تاجکستان په یوه زندان کې د بلوا پر مهال ۳ زندان ساتونکي او ۲۹ بندیان وژل شوي
د تاجکستان عدلیې وزارت وايي، د دې هېواد په یوه زندان کې د بلوا پر مهال درې زندان ساتونکي او ۲۹ بندیان وژل شوي دي.
 ب
لوا د پایتخت دوشنبې په ختیځ کې پنځه ویشت کیلومتره لېرې پراته د وحدت ښار په زندان کې رامنځته شوې.
دا د تاجکستان یو له هغو زندانونو څخه دی چې په سختو امنیتي تدابیرو کې ساتل کېږي.
چارواکي وايي، نا ارامي وروسته له هغې پیل شوه چې د داعش وسله والې ډلې پر غړیتوب محکومو څو بندیانو درې زندان ساتونکي او پنځه بندیان د چړو په ګوزارونو ووژل او ځیني نور یې برمته کړل.
د تاجکستان د چارواکو په وینا، دې زندانیانو غوښتل چې وتښتي، خو زندان ساتونکو یې مخه نېولې ده.

د تاجکستان عدلیې وزارت په دې اړه یو بیان کې ویلي:
"زندان ساتونکو د وضیعت د کابو کولو لپاره پرېکنده اقدامات وکړل چې بلواګر ووژل شول."
په بیان کې مشخص جزیات نه دي ورکړل شوي.

چارواکي وايي، وضیعت اوس تر کنټرول لاندې دی او په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.
د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال طاهر سفروف د دولتي رسنیو په حواله وايي، پنځه دېرش بلوا کې ښکېل کسان نیول شوي او هغه بندیان چې بلواګرو برمته کړي وو، هم خوشې شوي دي.

د څو نورو بندیانو مېرمنو او خپلوانو چې په څېرمه بلاک کې له زنداني خپلوانو سره د لیدنو لپاره ورغلي وو، ویلي چې دوی په سیمه ییز وخت د شپې په نهو بجو د ډزو غږونه واورېدل چې د دوی په وینا، شااوخوا نیم ساعت لپاره یې دوام وکړ.

د وحدت ښار اوسېدونکو ویلي چې دوی څو امبولانسونه، د پولیسو موټرې او اوروژونکي ټرکونه لیدلي چې زندان ته روان وو.

د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال طاهر سفروف وايي، په تاجکستان کې پر رسنیو د شته محدویتونو له کبله په خپلواکه توګه په زندانونو کې د دا ډول پېښو د مرګ ژوبلې د دقیق شمېر او اصلي علت موندل ستوزمن دي.

نوموړی وايي:"موږ یوازې دومره پوهېږو چې ټاکل شوې د مړو شویو جسدونه به ډېر ژر د دوی کورنیو ته وسپارل شي، د پېښې د علت په اړه یوه فرضیه چې د تاجکستان څخه بهر رسنیو لیکلې، دا ده چې ګوندې د دې زندانیانو پنځه تنه یې تر سوځنده لمر لاندې د زیات وخت لپاره کېنول شوي او زیات شکنجه شوي وو چې دې کار بندیان غوصه کړي او په بلوا یې لاس پورې کړی، دا یوازې د دې بلوا د سبب په اړه یوه فرضیه ده."

په تېر نومبر کې هم د تاجکستان په شمالي ښار خوجند کې د سختو امنیتي تدابیرو په یوه زندان کې بلوا رامنځته شوې چې د چارواکو په وینا، په کې ۲۱ زندانیان او دوه زندان ساتونکي وژل شوي وو.

هغه مهال د حکومت ځینو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویلي وو، داسې ګومان کېږي چې د داعش وسله والې ډلې سخت دریځي ملاتړي د دې نا ارامۍ تر شا وو.
د تاجکستان په زندانونو کې دا مهال لسګونه کسان د داعش وسله والې ډلې او نورو سخت دریځو اسلامي ډلو سره د تړاو او ملاتړ په جرم په زندانونو کې دي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaymn6e49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته