دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 185446
کندهار ښار کې د افغان پولیسو درې غلچکي بریدکوونکي ووژل
افغان پولیسو تېره شپه د کندهار ښار په بېلابېلو حوزو کې درې غلچکي بریدکوونکي ووژل.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي په دی اړه رسنیو ته وويل:
"لومړی دوه تنه بريدکوونکي د کندهار په لسمه امنیتي حوزه کې د پوليسو پر ګزمې برید وکړ، خو د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې یو برید کوونکی ووژل شو او دوهم وتښتېد، خو دوهم بریدګر بيا په دولسمې امنیتي حوزې کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا محاصره او وویشتل شو. درېیمه پېښه په لومړی امنیتي حوزې کې وشوه."
ښاغلي بارکزي وویل، درېیم بريدکوونکي هم داسې مهال ووژل شو چې د پوليسو پر تلاشۍ یې د بريد هڅه وکړه.
د پوليس ویاند وویل، په‌دغو بریدونو کې پولیسو ته زیان نه‌دی رسېدلی.
د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي بيا وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې ملکيان بللي.
https://avapress.com/vdcdok0f9yt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته