دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 185456
د غزني ولایت د تیرو ۲۴ ساعتونو امنیتي راپور
یاد عملیات چې بیګاه شپه په (۷:۰۰) بجي پیل او د سهار تر (۳:۰۰) بجو پوري یې دوام درلود د مرکز غزني په آرزو او شالیز، د اندړو ولسوالۍ په نظر خان ګولایې او ځینو نورو سیمو، د ده یک ولسوالۍ د سلیمانزو اړوند په بالای، دیګو وال، کریمداد کلا او جان آباد سیمو کې تر سره شوي دي
 بیګاه شپه د غزني ولایت د مرکز، اندړو او ده یک ولسوالیو په اړوندو د ګډو هوایې ځواکونو لخوا د وسله والو پر میشت ځایونو، ډلو او تجمعاتو ۱۳ هوایې او یو کومانډویې عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د ده یک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال او دوو سرګروپانو په ګډون ۴۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او پنځه ۵ تنه مشکوک کسان ژوندي نیول شوي دي.

یاد عملیات چې بیګاه شپه په (۷:۰۰) بجي پیل او د سهار تر (۳:۰۰) بجو پوري یې دوام درلود د مرکز غزني په آرزو او شالیز، د اندړو ولسوالۍ په نظر خان ګولایې او ځینو نورو سیمو، د ده یک ولسوالۍ د سلیمانزو اړوند په بالای، دیګو وال، کریمداد کلا او جان آباد سیمو کې تر سره شوي دي.

په وژل شویو طالبانو کې د ده یک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نوی نومول شوی ولسوال فاتح، د مرکز غزني اړوندو کې دوه طالب سرګروپان اسامه او محمد او شپاږ(۶) تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي. ترسره شویو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان ندی اوښتی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenn8zpjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته