دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 185461
د طالبانو عمومی قاضی په کندوز کې ټپی شوی دی
د کندوز طالبانو عمومی قاضی مولوی عزت الله لیږدوونکې موټر پرلاره د ماین چاودنې له امله د هغه دریور وژل شوی او خپله په سخته توګه ټپی شوی دی.

 
د پامیر ۲۱۷ قول اردو خبرنامه په اساس، دا چاودنه تیره ورځ د کندوز توبره کش سیمه کې صورت نیولی دی. د ماین نوعیت او ډول وسایطو ضد ماین بلل شوی دی.
ددی چاودنې په ترڅ کې، د مولوی عزت الله موټر چلوونکې وژل شوی او خپله کندوز چهاردره ولسوالی کې بدون مرز کلینک ته لیږدول شوی دی.
طالبان په دی اړه تراوسه څه نه دی ویلی.
ځینی سرچینی ګزارش ورکړی دی چی دا چاودنه د داعش یو نفوذی شخص له لوری ترسره شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcaimn6649nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته