امنیتي چارواکي وایي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار د لومړۍ حوزې اړوند له خوست پله سره د ملي اردو پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې چاودنې دوه سرتېري ټپیان کړل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1398 ساعت 13:34
امنیتي چارواکي وایي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار د لومړۍ حوزې اړوند له خوست پله سره د ملي اردو پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ته ویلي، چې دوه تنه د ملي اردو سرتېرې یې ټپیان کړه.
تبسم زیاتوي، چې په دې چاودنه کې ملکیانو ته تلفات ندي اوښتي.
وسلوالو طالبانو هم په دې اړه څه ندي ویلي.
د مطلب کود: 185468