د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد پرون دوشنبه یوې ناستې ته د وینا پرمهال وویل چې د دفاع وزارت د ۲۳۰۰۰ شهيدو او معلول شویو سرتېرو له کورنيو سره نغدي مرسته کوي.
دفاع وزارت د ۲۳۰۰۰ شهیدو او معلولو سرتېرو له کورنیو سره نغدي مرسته کوي
31 ثور 1398 ساعت 14:08
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد پرون دوشنبه یوې ناستې ته د وینا پرمهال وویل چې د دفاع وزارت د ۲۳۰۰۰ شهيدو او معلول شویو سرتېرو له کورنيو سره نغدي مرسته کوي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، اسدالله خالد دغه غونډې ته د وینا پرمهال وویل: «دغه وزارت د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ملی اردو د شهیدو او معلول شویو کورنیو سره نغدي مرسته کوي، دا زمونږ مسؤلیت دی چې د هېواد د هغو شهید شویو او معلولو سرتیرو له کورنیو سره نغدی مرسته وکړو چې د په دفاع کې یې ځانونه قرباني کړي دي. مونږ د روژې میاشت کې هره ورځ د هیواد د مختلفو برخو څخه د ۲۵ شهیدو او معلول شویو کورنیو له غړي د روژه ماتې لپاره بلنه ورکول کېدله او ۲۰۰ کورنيو سره به د يوه اندازه د خوراکي توکو مرسته کېدله چې دا ډېره کمه اندازه مرسته ده او بس نه وه.»
د خبرپاڼې په ټکو، اسدالله خالد د دغې غونډې ته وویل چې، موږ د خپل مسوليت له مخې دغه تعداد ۲۳۰۰۰ کورنيو ته ورساوه او لس زره افغانۍ (۱۰۰۰۰) د اکونټونو له لارې ورجمع کړو.
د مطلب کود: 185472