کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حمدالله محب: له امریکا سره زمونږ همکاري د وینې او قربانۍ پر بنسټ ولاړه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1398 ساعت 14:11

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل چې، له امریکا او نړیوالو متحدینو سره زمونږ همکاري د وینې، زیار اېستلو او قربانۍ ورکولو پر بنسټ ولاړه ده.



حمدالله محب نن سه شنبه د افغانستان امریکایي پوهنتون د محصلینو د فراغت غونډې ته د وینا پرمهال وویل: «د پراختیا او بیاجوړونې په بهیر کې، مونږ د نړیوالو همکارانو، په خاص ډول د امریکا د متحده ایالتونو د بې سارې همکارۍ ستاینه کوو، داسې همکارې ده چې د وینې، زحمت ایستلو او قربانی کولو پر بنسټ ولاړه ده.»
نوموړې په افغانستان کې د امریکا د هڅو ستاییلو سربیره د امریکايي پوهنتون لاسته راوړنې مهمې وبللې او د دغه پوهنتون له فارغینو یې وغوښتل چې د هیواد د رهبرۍ مسؤلیت په غاړه واخلي
 


د مطلب کود: 185473

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185473/حمدالله-محب-له-امریکا-سره-زمونږ-همکاري-د-وینې-او-قربانۍ-پر-بنسټ-ولاړه-ده

آوا
  https://www.avapress.com