دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 185473
حمدالله محب: له امریکا سره زمونږ همکاري د وینې او قربانۍ پر بنسټ ولاړه ده
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل چې، له امریکا او نړیوالو متحدینو سره زمونږ همکاري د وینې، زیار اېستلو او قربانۍ ورکولو پر بنسټ ولاړه ده.

حمدالله محب نن سه شنبه د افغانستان امریکایي پوهنتون د محصلینو د فراغت غونډې ته د وینا پرمهال وویل: «د پراختیا او بیاجوړونې په بهیر کې، مونږ د نړیوالو همکارانو، په خاص ډول د امریکا د متحده ایالتونو د بې سارې همکارۍ ستاینه کوو، داسې همکارې ده چې د وینې، زحمت ایستلو او قربانی کولو پر بنسټ ولاړه ده.»
نوموړې په افغانستان کې د امریکا د هڅو ستاییلو سربیره د امریکايي پوهنتون لاسته راوړنې مهمې وبللې او د دغه پوهنتون له فارغینو یې وغوښتل چې د هیواد د رهبرۍ مسؤلیت په غاړه واخلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5k0fsyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته