دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 185483
یونېسف: افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي
ملګري ملتونه وايي، وچکالۍ او خوارځواکۍ په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیون ماشومان او نیم میلیون میندواره میندې له خطر سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپل وروستي کلني رپوټ کې چې نن (سه شنبه غويي ۳۱) خپور شو ویلي، په دې هېواد کې لاهم د تغذیې وضعیت په خطرناک حالت کې دی.
ددې ادارې په وینا، روان تاوتریخوالی، اساسي خدمتونو ته نه لاسرسی او د طبیعي پېښو اغېز د ټولنې زیانمنتیا لا ډېره کړې او د سختې خوارځواکۍ کچه یې لوړه کړې ده.
دې سازمان ویلي، په وروستیو کلونو کې د باران کم ورښت، د خوړو او د څښاک وړ اوبو کموالی په ماشومانو کې د خوارځواکۍ زیاتېدو لامل شوی.
د تغذیې په برخه کې ددې بنسټ وروستۍ سروې ښيي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سخته (حاده) خوارځواکي اوسمهال تر بېړنۍ کچې لوړه ده.
یونېسف خبرداری ورکړی چې د ۲۰۱۸ کال وچکالي به د ۲۰۱۹ تر نیمايي پورې وغځېږي او ورسره به خوراکي خوندیتوب لا پسې خراب شي.
د دې بنسټ د اټکل له مخې، کلنۍ دوه میلیونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان او شاوخوا ۴۸۵ زره میندواره او شیدې ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ اغېزمنې شوې دي. ۷۵ سلنه خوارځواکي ماشومان په ۲۲ هغه ولایتونو کې دي چې لومړیتوب لري.
تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان، میندواره مېرمنې او شیدې ورکوونکې میندې په دې برخه کې د ټولنې تر ټولو ډېرې زیان منونکې بللې شوې دي.
شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان چې ۲۹ سلنه کیږي، په سختې (حاد) خوارځواکۍ اخته دي.

یاد بنسټ زیاته کړې چې د خوراک د خوندیتوب نشتوالی د ناروغیو پروړاندې د ماشومانو زیانمنېدو لامل کیدای شي او ان پخوانۍ ناروغۍ بیا راګرځولی شي. ددوی په خبره دا ستونزه همداراز کوای شي د ماشومانو په راتلونکې او ددوی په بدني او ذهني وده ناوړه اغېز وکړي.
یونېسف په دې رپوټ کې تاکید کړی چې خوارځواکي پر مېندواره مېرمنو او د ودې پر حال نجونو هم ناوړه اغېز کوي چې کوای شي ددوی او په راتلونکې کې ددوی پر ماشومانو هم منفي اغېز وکړي.
یوه اغېز یې د کم وزنه ماشومانو زېږېدنه په ګوته شوې.
په دې رپوټ کې د افغانستان تاوتریخوالي، نا امني او وچکالۍ ته په کتو اندېښنه ښودل شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې به د اړمنو کسانو شمېر دوه برابره شي. دې بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې د بېړنیو مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۵۵۰ زره اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې شاوخوا ۳،۶ میلیونه کسانو تېر کال خوراکي مرستو ته اړتیا درلوده.
یونېسف زیاته کړې، تمه ده چې په ۲۰۱۹ کال کې به ۶،۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ وي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevn8zxjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته