دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 185490
د تېر کال پر پرتله اته سلنه صادرات ډېر شوي- چارواکي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال پر پرتله د هېواد صادرات اته سلنه ډېر شوي او په وارداتو کې مو کموالي راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مسوولینو د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۳۱) د صنعت د اوونۍ پر ویاړ د هېواد د صنعت او تولیداتو په اړه رسنیو ته معلومات وړاندې کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاتوي، چې په روان کال کې به د تولیداتو د پرا ختیا لپاره پر سل شرکتونو۳۰۰ جریبه ځمکه ووېشل شي  او په دغه ځمکه کې به ۱۳،۵ میلیارد افغانۍ پانګونه تر سره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ظهورالدین شېرزاد وایي: د سوداګرۍ او صنعت د قوانینو په برخه کې مو ژور اصلاحات پیل کړي او د تولیداتو د پراختیا پر بېخبنايي سیستم مو هم کار روان دی.
د سوداګرو میرمنو د خوني مسوولین  وايي، له افغان سوداګرو میرمنو سره تر یوه بریده حکومت همکارې کړې؛ په ځانګړي توګه هغو میرمنو، چې د وچو او تازه میوو په برخه کې پانګونه کړې ده.
د سوداګرو میرمنو د خونې رییسه منیژه وافق وایي، چې مونږ تر ډېر وخت پورې ستونزې د رلودې؛ خو اوس د حکومت لخوا له سوداګرو میرمنو سره همکاري زیاته شوې او د زیاتې همغږۍ غوښتونکي یې یو.
د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي، چې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ همغږي زیاته شوې؛ خو اوس هم د صنعتي پارکونو د امنیت نشتون، د بېخبنا خرابوالی او د برښنا نامنظم توب د ستونزو په تو ګه پخپل حال پاتې دي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال شېرباز کمین زاده وایي، چې زمونږ د تولیداتو حالت ښه شوی او اوس په ۳۵ سکتورونو کې خود کفايي ته رسید لي یو. حکومت مو ښه پیرودونکی او خصوصي سکتور نور هم له پانګونې سره لیواله شوی دی.
ښاغلی کمین زاده زیاتوي؛ افغان حکومت د کورني تولید او صنایعو د پراخیتا هڅي ستايي؛ خو اوس هم د ګاونډ هېوادونو له دمپینګ سیاستونو سره مخ یو.
ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به دهېواد په پېنځه ویشت ولایتونو کې دوه دېرش زره جریبه ځمکه پر صنعتکارانو ووېشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccopqsx2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته