دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 185498
برښنا شرکت له لویې څارنوالۍ سره د همغږۍ هوکړه لاسلیک کړه
د افغانستان برښنا شرکت او لویې څارنوالۍ له پوړوړیو څخه د برښنایي لګښت د تر لاسه کولو لپاره د همغږۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي؛ د هېواد په کچه په زرګونه کسان په میلیاردونه افغانۍ پوروړي دي او د برښنا لګښت پرې پاتې دی.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي ۴،۵ میلیارد افغانۍ پر زور واکو او سیاسیونو ۲،۸ میلیارد افغانۍ پر سوداګریزو بنسټونو ۷۵۰ میلیون افغانۍ پر مقدسو ځایونو او مسجدونو پاتې دي.
دوی ويلي، چې د افغانستان برښنا شرکت د پورونو په راټولولو کې له ستونزو سره مخ دي؛ نو، ځکه اړ شول، چې د لویې څارنوالي سره هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د افغانستان برښنا شرکت رییس امان الله غالب وایي: دمګړۍ مو هم ۳۰۰ کسیز نوملړ، چې خپل برښنایي لګښت نه ورکوي؛ څارنوالۍ ته وړاندې کړی او په تېر کې مو هم پوړوړي ورپېژندلي ول، چې ځینې يې بیا په قسطونو د پور پرېکولو ته حاضر شول.
 د لوي څارنوالۍ مرستیال ويلي؛ لدې وروسته به ټول هغه کسان، چې د برښنا لګښت يې نوي ورکړی دعد لي بنسټونو لخوا وڅارل شي.
د لوي څارنوالۍ مرستیال نور حبیب جلال وایي؛ مونږ حاضر یو، چې په دې برخه کې د افغانستانله برښنا شرکت سره خپله همکاري تر سره کړو او هیچا ته به اجازه ورنکړو، چې د برښنا لګښت له ورکړې سرغړونې وکړي.
د افغانستان برښنا شرکت زیاته کړې، چې پر حکومتي ادارو يې هم شاوخوا پېنځه میلیارد افغانۍ  پور پاتې دی، چې ۲،۵ میلیارد یې د ماليي وزارت لخوا د افغانستان برښنا شرکت ته ورکړ شوي او ۲،۴ میلیارد افغانیو د ورکړې ژمنه يي هم کړې ده.
د برښنا شرکت مسوولین وايي؛ لدې وروسته ټول هغه کسان، چې د برښنا لګښت پر ټاکلي وخت ورنکړي؛ عدلي او قضايي ارګانو نو ته به وروپېژندل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaomn6a49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته