دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۷
د مطلب کود : 185500
تادین خان: پردیو غلامانو باندی رحم ونه شي
د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې ویلي چې، د پردیو په لمسون او د هغوي په بمونو خپل وطن او ملت وران نکړي کنه نه دی به د پردیو په غلامانو رحم ونه کړي.

جنرال تادین خان پر خپله ټویټر پانه لیکلي:” زما وسله والو مخالفينو ته دا خواست دی، چې د پرديو په لمسون او د هغوئ په بمونو خپل هېواد او ملت مه خرابوئ!
له غلامۍ څخه لاس پر سر شئ او سولې ته راشئ، کنه، موږ هم هغه د شهید جنرال عبدالرازق خان تګلاره تعقیبوو، موږ د پرديو پر غلامانو رحم نه کوو”.
 
https://avapress.com/vdce7n8z7jh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته