کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته له طالبانو سره د خبرو مالومات ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1398 ساعت 9:44

ټاکل شوې څو ساعته وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته له طالبانو سره د خبرو په تړاو مالومات ورکړي.



نوموړی نن(چهارشنبې د غبرګولي په لومړۍ نېټه) د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته وربلل شوی دی.
ښاغلی خلیلزاد به سناتورانو ته په قطر کې له طالبانو او د یادې ډلې له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره د خبرو او لیدنې جزییات او مالومات وړاندې کړي.
زلمي خلیلزاد په تېرو اوو میاشتو کې شپږ ځله له قطر کې له طالب استازو سره ناستې او خبرې درلودې.
په قطر کې امریکا او طالبانو د خبرو چورلیز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې دلې سره د طالبانو د همکارۍ او اړیکو پریکوڼ وو. همداراز په دې خبرو اترو کې له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او افغانستان کې اوربند هم له مهمو موضوعاتو وو.
 


د مطلب کود: 185522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185522/خلیلزاد-امریکايي-سناتورانو-ته-له-طالبانو-سره-د-خبرو-مالومات-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com