دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 185523
په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې ايرلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه
افغانستان پرون سه شنبه په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې ايرلنډۍ لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

که څه هم د لوبې په پيل کې ايرلنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله، خو لومړی يې افغان لوبډلې ته د توپوهنې وويل.
افغان لوبغاړو اوو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۵۰ اورونو کی سيالې لوبډلې ته د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه چې د افغان لوبغاړو له منځه شهزاد تر ټولو زياتې ۱۰۱منډې وکړې او ورپسې رحمت شاه ۶۲، نجيب الله ځدراڼ هم ۶۰ ناسوځېدلې او حشمت الله شهيدي ۴۷ منډې وکړې.
د افغان توپ اچوونکو ګلبدين نايب د ۴۳ منډو په ورکولو سره شپږ ويکټې ترلاسه کړې او همدارنګه دولت ځدراڼ، افتاب عالم او رحمت شاه هم يوه-يوه ويکټه واخيسته او سيالې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.
یادونې وړ ده چې افغان لوبډله د جمعې پر ورځ له پاکستان او بیا د می میاشتې پر ۲۷ مه نېټه له کوربه هېواد انګلنډ سره لوبه کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8ievtuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته