کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې ايرلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1398 ساعت 9:49

افغانستان پرون سه شنبه په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې ايرلنډۍ لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.



که څه هم د لوبې په پيل کې ايرلنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله، خو لومړی يې افغان لوبډلې ته د توپوهنې وويل.
افغان لوبغاړو اوو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۵۰ اورونو کی سيالې لوبډلې ته د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه چې د افغان لوبغاړو له منځه شهزاد تر ټولو زياتې ۱۰۱منډې وکړې او ورپسې رحمت شاه ۶۲، نجيب الله ځدراڼ هم ۶۰ ناسوځېدلې او حشمت الله شهيدي ۴۷ منډې وکړې.
د افغان توپ اچوونکو ګلبدين نايب د ۴۳ منډو په ورکولو سره شپږ ويکټې ترلاسه کړې او همدارنګه دولت ځدراڼ، افتاب عالم او رحمت شاه هم يوه-يوه ويکټه واخيسته او سيالې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.
یادونې وړ ده چې افغان لوبډله د جمعې پر ورځ له پاکستان او بیا د می میاشتې پر ۲۷ مه نېټه له کوربه هېواد انګلنډ سره لوبه کوي.
 


د مطلب کود: 185523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185523/په-دویمه-پنځوس-اوریزه-لوبه-کې-افغان-لوبډلې-ايرلنډۍ-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com