دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 185540
برسیره پردې، دا پروګرام په خصوصي، دولتي او اکادمیکو نهادونو کې د ظرفیت جوړونې کړنې پلۍ کوي او په دې توګه د انرژۍ په ډګر کې سپما تر پوښښ لاندې راولي او همداراز داسې ودانۍ له سره جوړوي کوم چې د انرژۍ له پلوه اغیزمنې وي.
پرون د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت او د افغان-المان د همکارۍ د انرژۍ د سکتور د سمونتیا پروګرام (ESIP) په کابل کې د همکارۍ او پلۍ کولو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغه هوکړه لیک موخه داده چې د افغان حکومت د نوي کیدونکي انرژۍ د تګلارې پلۍ کول آسانه شي. د افغان-المان د همکارۍ اداره به په دې برخه کې د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې د ۲۶۴ میلیونو افغانیو پانګونه وکړي.

د نوموړي هوکړه لیک د لاسلیک کولو په مراسمو کې د انرژۍ او اوبو وزیر ښاغلي محمد گل خُلمي داسې څرګنده کړه: «د تنظیم کوونکو عنصرونو پلۍ کول به د حکومت او خصوصي سکتور سره مرسته وکړي چې د انرژۍ د سکتور موخو ته ورسیږي. مونږ په دې برخه کې د افغان-المان د همکارۍ د ادارې د ملاتړ څخه ستاینه کوو.»

افغان حکومت په پام کې لري چې تر ۲۰۳۲ کاله پورې د هیواد د انرژۍ د تولید کچه د اوسني ۶۰۰ میګاواټو څخه ۵۰۰۰ میګاواټو ته زیاته کړي تر څو په وارداتي انرژۍ باندې تړاو راټیټ شي چې د نوي کیدونکي انرژۍ د سرچینو لکه حرارتي او اوبو څخه د برښنا ورنۍ تولید به د ۲۳۰۰ میګاواټو په کچه زیاتوالۍ ومومي.

د نوموړي پروګرام مشر ښاغلي فرانک فیشر داسې وویل: «د المان حکومت ژمن دئ چې د افغانستان د انرژۍ د سکتور څخه به د نوي کیدونکي انرژۍ د سرچینو له لارې د کورني برښنا د تولید د کچې د لوړولو له پلوه ټاکل شویو موخو ته د رسیدلو په لاره کې ملاتړ وکړي.»

د انرژۍ د سکتور د سمونتیا پروګرام د انرژۍ د اغیزمنتیا د ودې او د تنظیم کووونکو وسیلو لکه د خالصې اندازه کولو او د تغذیې د تعرفو د اقدامونو څخه ملاتړ کوي.

برسیره پردې، دا پروګرام په خصوصي، دولتي او اکادمیکو نهادونو کې د ظرفیت جوړونې کړنې پلۍ کوي او په دې توګه د انرژۍ په ډګر کې سپما تر پوښښ لاندې راولي او همداراز داسې ودانۍ له سره جوړوي کوم چې د انرژۍ له پلوه اغیزمنې وي.

نوموړئ هوکړه لیک د افغانستان او المان تر منځ د پراختیایي همکارۍ په باب د افغان حکومت د خبرو په تړاو چې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۶مه نیټه په کابل وشوې لاسلیک شو. چې له هغه وروسته د المان حکومت ژمنه وکړه چې د افغانستان د انرژۍ د سکتور د پراختیا څخه به ملاتړ کوي.

د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د افغانستان د انرژۍ د سکتور د سمونتیا پروګرام (ESIP) پلۍ کوي. د دغه پروګرام موخه داده چې په افغانستان کې د نوي کیدونکي انرژۍ تولید او د انرژۍ اغیزمنتیا د اقتصادي ودېد پراختیا او د ژوند د چاپیریال د ساتنې دپاره زیات شي. دې موخې ته د رسیدلو لپاره، دغه پروګرام د اصلي لوبغاړو سره په ملي او ولایتي کچه له نږدې نه همکاري کوي تر څو داسې یو نهادي چوکاټ منځته راوړي چې د باوري انرژۍ تامینول برابرکړي. همدارنګه دغه پروګرام د خصوصي سکتور څخه د بازار پر بنا د کیفیت د معیارونو او د فتوولتائیک د سیستم او لمریزې انرژۍ لپاره د ساتنې او څارنې د مفکورو په کارولو کې د پانګونو د جذب لپاره ملاتړ کوي. په عین حال کې، دغه پروګرام د دولتي او خصوصي سکتورونو د انرژۍ د کارکوونکو لپاره او په پوهنتونونو کې د ظرفیت جوړونې کړنې ترسره کوي.
 
https://avapress.com/vdci5wazut1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته