دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 185560
په غزني کې موټر بم چاودنه شوې
نن چهار شنبه ماسپښین مهال د غزني ولایت په مرکز کې موټر بم چاودنه شوې.

د لومړنیو راپورونو له مخې چاودنه د غزني ښار اړوند پي-آر-ټي سیمه کې رامنځته شوې ده. یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې په پیښه کې دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي او همدارنګه د یوماشوم په شمول دوه ولسي وګړی وژل شوی او ۱۰ نور ژوبل دي.
د پیښې په اړه تازه جزیات په وروسته راپورونو کې درسره شریکیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaimn6w49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته