دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 185562
کونړ کې د داعش ترهګرې ډلې د یوه قومندان په ګډون اوه تنه ووژل شول
د وژل شویو په منځ کې د داعش ترهګرې ډلې د یوې ۲۰ کسیزې ډلې قومندان چې مخلص نومیږي هم شامل دی.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په چمبېل کلي کې، یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ترهګرې ډلې د یوه قومندان په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.
د وژل شویو په منځ کې د داعش ترهګرې ډلې د یوې ۲۰ کسیزې ډلې قومندان چې مخلص نومیږي هم شامل دی.
د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو څلور میله وسلې او مهمات، درې قابه دوربینونه، لاسي بمونه، پاکستاني پېژند کارتونه او نور نظامي تجهیزات د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته روغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccepqsi2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته