د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال صمیم عارف رسنیو ته ویلي چې د اوسني حکومت د کار د دوام په اړه د اساسي قانون ۶۱مه ماده روښانه ده، خو د لا ښه وضاحت لپاره د سترې محکمې نظر هم پرې اخیستل شوی چې د اساسي قانون د تفسیر لوړه مرجع ده. دا په داسي حال کې دی چې د ولسمشریزو ټاکڼو نوماندانو او د حکومت سیاسي مخالفانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې څوکۍ باید یو سرپرست حکومت ته واک وسپاري کنه دوي به په پرخواکو مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)