کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: که ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره شوې وای، نن د اوسني حکومت کاري موده پای ته رسیده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1398 ساعت 15:08

ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي که ولسمشریزې ټاکنې په ټاکلې وخت تر سره شوې وای نو نن د جوزا میاشتې په ۱ نیټه د اوسني حکومت کاري موده پای ته رسیدله.


د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال صمیم عارف رسنیو ته ویلي چې  د اوسني حکومت د کار د دوام په اړه د اساسي قانون ۶۱مه ماده روښانه ده، خو د لا ښه وضاحت لپاره د سترې محکمې نظر هم پرې اخیستل شوی چې د اساسي قانون د تفسیر لوړه مرجع ده. دا په داسي حال کې دی چې د ولسمشریزو ټاکڼو نوماندانو او د حکومت سیاسي مخالفانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له  ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې څوکۍ  باید یو سرپرست حکومت ته واک وسپاري کنه دوي به په پرخواکو مدني حرکتونو لاس پورې کړي.


د مطلب کود: 185564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185564/ارګ-ټاکنې-په-ټاکلي-وخت-ترسره-شوې-وای-نن-د-اوسني-حکومت-کاري-موده-پای-ته-رسیده

آوا
  https://www.avapress.com