دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 185576
غزنی ننۍ چاودنې جزئیات
سیمه ایز ځواکونه خبر ورکوی چی غزنی ښار کې موټر بم چاودنې له امله نږدی ۱۶ تنه شهید او ټپیان شوی دی.

 
عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی یو بم ځای پرځای شوی موټر د غزنی ښار په مرکز کې د پیژندلو وروسته چاودنه وکړه.
هغه وویل: د تروریستانو دا موټر د پی آر تی په سیمه کې د امنیتی ځواکونو انداخت په ترڅ کې چاودنه کړی دی.
نوری وویل: د چاودنې په ترڅ کې دوه کوچنیان د دوو سرتیرو سره شهید شوی او ۵ تنه غیری نظامیان د ۷ تنو امنیتی ځواکونو په ګډون ټپیان شوی دی.
د چاودنې له امله د موټر څلور تنه سپرلی هم وژل شوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdchqmnz-23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته