سیمه ایز ځواکونه خبر ورکوی چی غزنی ښار کې موټر بم چاودنې له امله نږدی ۱۶ تنه شهید او ټپیان شوی دی.
غزنی ننۍ چاودنې جزئیات
1 جوزا 1398 ساعت 17:06
سیمه ایز ځواکونه خبر ورکوی چی غزنی ښار کې موټر بم چاودنې له امله نږدی ۱۶ تنه شهید او ټپیان شوی دی.
عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند آوا خبرګزاری ته وویل چی یو بم ځای پرځای شوی موټر د غزنی ښار په مرکز کې د پیژندلو وروسته چاودنه وکړه.
هغه وویل: د تروریستانو دا موټر د پی آر تی په سیمه کې د امنیتی ځواکونو انداخت په ترڅ کې چاودنه کړی دی.
نوری وویل: د چاودنې په ترڅ کې دوه کوچنیان د دوو سرتیرو سره شهید شوی او ۵ تنه غیری نظامیان د ۷ تنو امنیتی ځواکونو په ګډون ټپیان شوی دی.
د چاودنې له امله د موټر څلور تنه سپرلی هم وژل شوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 185576