کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راتلونکې ورځ به د هغې یوې لانجمنې رایي په اړه به ولسي جرګې ریاست برخلیک په اړه رایه اچوونه وشي

1 جوزا 1398 ساعت 20:07

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي ټاکل شوې سبا پنجنشنبه د هغې یوې لانجمنې رایي په اړه چې کولای شي د ولسي جرګې ریاست برخلیک روښانه کړي، رایه اچوونه وشي.



د افغانستان ولسي جرګې د ریاست پر سر نادندریو ته لا د پای ټکی نه دی ایښودل شوي د دغې جرګې له لوري ټاکل شوی پلاوی هم په دې ونه توانید چې د ریاست څوکۍ پر سر را پورته شوې ناندرۍ پای ته ورسوي.
د ټاکل شوې ۲۷ کسیزې کمیټې غړو د پریکړې لپاره چې د دغې کمیټې  دوه ثلثه موافقې رایې اړینې وې پوره نشوې نو په دې توګه د دغې کمیټې ۱۶ غړو میر رحمان رحماني بریالی ګڼي خو ۱۱ نور یې بیا له پریکړې سره مخالف دي.
د ولسي جرګي غړي وایي چې سبا پنجشنبه به د هغې یوې لانجمنې شوې رایي په اړه سري رایه اچونه وشي که هغه رایه ناسمه و بلله شي نو ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړې شي.
 


د مطلب کود: 185586

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185586/راتلونکې-ورځ-د-هغې-یوې-لانجمنې-رایي-په-اړه-ولسي-جرګې-ریاست-برخلیک-رایه-اچوونه-وشي

آوا
  https://www.avapress.com