دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۷
د مطلب کود : 185586
راتلونکې ورځ به د هغې یوې لانجمنې رایي په اړه به ولسي جرګې ریاست برخلیک په اړه رایه اچوونه وشي
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي ټاکل شوې سبا پنجنشنبه د هغې یوې لانجمنې رایي په اړه چې کولای شي د ولسي جرګې ریاست برخلیک روښانه کړي، رایه اچوونه وشي.

د افغانستان ولسي جرګې د ریاست پر سر نادندریو ته لا د پای ټکی نه دی ایښودل شوي د دغې جرګې له لوري ټاکل شوی پلاوی هم په دې ونه توانید چې د ریاست څوکۍ پر سر را پورته شوې ناندرۍ پای ته ورسوي.
د ټاکل شوې ۲۷ کسیزې کمیټې غړو د پریکړې لپاره چې د دغې کمیټې  دوه ثلثه موافقې رایې اړینې وې پوره نشوې نو په دې توګه د دغې کمیټې ۱۶ غړو میر رحمان رحماني بریالی ګڼي خو ۱۱ نور یې بیا له پریکړې سره مخالف دي.
د ولسي جرګي غړي وایي چې سبا پنجشنبه به د هغې یوې لانجمنې شوې رایي په اړه سري رایه اچونه وشي که هغه رایه ناسمه و بلله شي نو ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړې شي.
 
https://avapress.com/vdcivwazqt1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته