کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایي طالب له څه باندې ۱۷ کاله زندان وروسته نن خوشی کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جوزا 1398 ساعت 10:44

ټاکل شوې چې د طالبانو امریکایي غړی جان والکر لېنډ نن له ۱۷ کاله او پنځه میاشتې زندان وروسته خوشی شي.



د طالبانو دغه یوازینی امریکایي غړی جان والکر لېنډ چې په ۲۰۰۱ م کال کې یې د طالبانو لپاره جګړه کوله، د طالبانو د رژیم د نسکوریدو پر مهال د امریکايي ځواکونو لخوا ونیول شو .
د غه امریکاي طالب په ۲۰۰۰ م کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی وو او دغلته یې د طالبانو په لیکو کې د امریکایانو پر ضد جګړه کوله.
جان والکر چې دوهم نوم یې عبدالحمید دی پر افغانستان د امریکایانو تر حملې وروسته د دې هېواد په مزار ښار کې ونیول شو.
جان واکر لېنډ چې اوس په امریکا کې د طالب په نوم مشهور دی له نیول کیدو وروسته امریکا ته ولیږدول شو او په ۲۰۰۲میلادي کال کې محکمې د ترهګرۍ په جرم په شل کاله بند محکوم کړ.
نو په دې توګه د محکمې له پریکړې سره سم والکر  لېنډ د اینډیانا ایالت په تېرهوټ زندان کې بندي شو.
نوموړي دغلته ۱۷ کاله او پنځه میاشتې په زندان کې تیرې کړې، اوس تمه ده له دې اوږده بند وروسته خوشی شي، دغه امریکایي طالب به درې کاله نور هم تر څارنې لاندې وي.
 


د مطلب کود: 185603

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185603/امریکایي-طالب-له-څه-باندې-۱۷-کاله-زندان-وروسته-نن-خوشی-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com