کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلي : افغانستان کې سولې ټینګیدو لپاره نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جوزا 1398 ساعت 12:13

د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي په بروسل کې د افغانستان د سولې په اړه یو کنفرانس ته په وینا کې په دغه هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره نړیواله همغږي اړینه وبلله.



ښاغلي خلیلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د بلجیم په پایتخت بروسل کې د افغانستان د سولې د بهیر د ارزولو یو کنفرانس ته خبرې کولې وویل، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول هغه هیوادونه، چې د افغانستان مسلو سره ښکیل دي، د سولې په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو لپاره دې ډیرې هڅې وکړي.
ښاغلي خلیلي وویل " د سولې بهیر باید هراړخیز او د افغانستان د خلکو د هیلو ځواب ویوونکی اوسي او د ټولو غاړو رضایت خوندي او تضمین کړي. سولې ته د رسیدلو میکانیزم داسې په پام کې ونیول شي، چې دواړو خواو ته د منلو وړ پایلې له ځان سره ولري".
دا کنفرانس، چې د افغانستان د سولې د بهیر د پرمختګونو او ننګونو د ارزولو لپاره د اروپايي ټولنې د سولې د انستیتوت په نوښت جوړ شوی وو په کې د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې د دیپلوماتانو د ګډون سریبره د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د سولې د عالي شورا یو شمیر چارواکو هم برخه اخیستې وه.
ښاغلي خلیلي د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې د همغږۍ غوښتنه په داسې حال کې مطرح کړي، چې په دې وروستیو اونیو کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي سربیره، افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او هم افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره جلا جلا کتنې کړي دي.
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د اندونیزیا او ازبکستان وروسته جرمني هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې ژمنه کړې ده.
طالبانو استازي اوس مهال په دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یو امریکايي پلاوي سره په خبرو بوخت دي.
د دغو خبرو شپږم پړاو د روانې مۍ د میاشتې په لسمه پای ته ورسید.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، پر امریکا د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره نه کارول د طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو په اجندا کې شاملې مسلې دي.
 


د مطلب کود: 185617

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185617/خلیلي-افغانستان-کې-سولې-ټینګیدو-لپاره-نړیوالې-همغږۍ-ته-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com