دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 185627
برښنا شرکت: په ۵ زونونو کې د زیرک مېترونو د انسټال لړۍ پیل شوې
د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي وايي چې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د هېواد په ۵ زونونو کې د زیرک مېترونو د انسټال لړۍ پیل کړې ده.
د برښنا شرکت عمومي سوداګریز مرستیال صفي‌الله احمدزي ازادي راډیو ته ووېل چې دا زیرک مېترونه دا وړتیا لري، څو:
  • د برښنا ضایعات تشخیص کړي.
    د برښنا د غلا مخنیوی وکړي.
    او زورواکي، شرکتونه او دولتي ادارې به اړ شي، څو په خپل وخت د برښنا بېل تحویل کړي.
د دغو مېترونو د انسټال لړۍ دم‌ګړۍ په بلخ ولایت کې پيل شوې ده.
 
سرچينه : آزادی رادیو
https://avapress.com/vdcewn8zfjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته