د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي چې سبا جمعه به په کابل کې د ماشومانو د تکواندو رمضاني جام سیالۍ پیل شي.
په کابل کې د ماشومانو د تکواندو رمضاني جام سیالۍ پیلېږي
2 جوزا 1398 ساعت 16:02
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي چې سبا جمعه به په کابل کې د ماشومانو د تکواندو رمضاني جام سیالۍ پیل شي.
د دې فدراسیون رئیس بشر ترهکي ازادي راډيو ته وویل چې پهدې سیالیو کې به د کابل د ۲۰ کلبونو ۱۵۰ لوبغاړي برخه ولري.
د ښاغلي تره کي په خبره دا سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي:
"دا سیالۍ د روژې د مبارکې میاشتې په احترام جوړېږي او پهکې به د تکواندو د برخې د ماشومانو لوبغاړو استعدادونه لوړ شي."
د نوموړي په وینا دغه ډول سیالۍ له تېرو نهه کلونو راهیسې هرکال د روژې په میاشت کې جوړیږي.
د مطلب کود: 185638