کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ لوبډله لندن ته ورسېده، پاکستان سره لوبه لري

د امریکا غږ اشنا راډیو , 2 جوزا 1398 ساعت 16:18

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ (مۍ ۲۴) د پاکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره یوه تمریني سیالي لري.


دا لوبه د نړیوال جام لپاره د تیاریو یوه برخه ده چې ګټل او بایلل يې د لوبډلو پر نړیوالې درجه بندۍ کوم تاثیر نلري، خو له شک پرته چې ګټونکي به نړیوال جام ته په ښه مورال سره درومي.
افغانستان او پاکستان تر دې دمه دوې یوه ورځنۍ رسمي نړیوالې لوبې کړي دي چې پاکستان ګټلي دي. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې لوبډله یې لندن ته رسېدلې چې د نړیوال جام سفر پیل کړي.

افغانستان د دوشنبې په ورځ (مۍ۲۷) له انګلنډ سره هم یوه تمریني لوبه لري. انګلنډ د ۲۰۱۹م د نړیوال جام کوربه دی او یوه وړاندوینه دا هم کیږي چې ښایي انګلنډ دا نړیوال جام وګټي.
انګلنډ او افغانستان تر دې دمه یوه نړیواله لوبه کړې چې هغه هم انګلنډ ګټلې ده. په نړیوال جام کې افغانستان لومړنۍ لوبه د جون په لومړۍ نیټه له استرالیا سره کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له شاوخوا دریو اونیو راهېسې په برتانیا کې ده چې د نړیوال جام سیالیو ته چمتوالی ونیسي. افغانستان له ایرلنډ او سکاتلنډ سره لوبې وکړې. له سکاتلنډ څخه یې وګټله او له ایرلنډ سره یې د دوو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړه.
 


د مطلب کود: 185643

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185643/افغان-کرکټ-لوبډله-لندن-ته-ورسېده-پاکستان-سره-لوبه-لري

آوا
  https://www.avapress.com