کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو طراح او مشهور طالب ملا عبدالبصیر وژل شوی

2 جوزا 1398 ساعت 16:50

کورنیو چارو وزات وایي، پرون چهارشنبه د جوزا میاشتې په لومړۍ نیټه یې په کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو طراح او مشهور طالب قومندان ملا عبدالبصیر د یو لړ عملیاتو پر مهال چې د ګډو ځواکونو له لوري ترسره شول وژلی دی.



کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د دې طالب قومندان پنځه نور ملګري هم وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت الله رحیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:” دغه عملیات چې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پرون تر سره شول په ترڅ کې یې ملا عبدالبصیر د دشمن یو مشهور قوماندان له پنځو تنو تروريستانو سره یو ځای ووژل شو”.
 


د مطلب کود: 185651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185651/کاپیسا-ولایت-کې-د-ځانمرګو-بریدونو-طراح-او-مشهور-طالب-ملا-عبدالبصیر-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com