دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 185651
کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو طراح او مشهور طالب ملا عبدالبصیر وژل شوی
کورنیو چارو وزات وایي، پرون چهارشنبه د جوزا میاشتې په لومړۍ نیټه یې په کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو طراح او مشهور طالب قومندان ملا عبدالبصیر د یو لړ عملیاتو پر مهال چې د ګډو ځواکونو له لوري ترسره شول وژلی دی.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د دې طالب قومندان پنځه نور ملګري هم وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت الله رحیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:” دغه عملیات چې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پرون تر سره شول په ترڅ کې یې ملا عبدالبصیر د دشمن یو مشهور قوماندان له پنځو تنو تروريستانو سره یو ځای ووژل شو”.
 
https://avapress.com/vdcbssb88rhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته