دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 185652
ارګ: غزنی پارلمانی ټاکنې به په حوزوی توګه ترسره شي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي چې ګمارل شوی لوړ پوړی پلاوی به د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته د غزني د ټاکنیزو حوزو طرحه ور وړاندې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته ویلي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرون د جوزا په لومړۍ نیټه یاده پرېکړه شوې چې قاضي القضات او د ملي شورا د جرګو مشران پکې شامل وو.
ښاغلي مرتضوي د حوزوي ویش د جوړښت په اړه ویلي چې په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د ولسمشر دوهم مرستیال او د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال به د ملي امنیت شورا په راتلونکې ناسته کې چې ژر ترسره کیږي د غزني د پارلماني ټاکنو د حوزوي ویش طرحه وړاندې کړي، نوموړي ویلي چې په دې اړه په غونډه کې بحثونه وشول او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د مرکزي احصایي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال او د ولسمشر له دوهم مرستیال سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
دا په داسي حال کې دی چې د افغانستان پارلماني ټاکنې د تېرکال په تلې میاشت کې ترسره شوې خو د غزني ټاکنې د حوزوي ویش پر سر د را ولاړو شوو ستونزو له امله و ځنډیدې.
ټاکل شوې چې د غزني پارلماني ټاکنې د ولسمشرۍ له را روانو ټاکنو سره یو ځای تر سره شي.
 
https://avapress.com/vdccppqsi2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته