دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 185656
د ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو پر سر جنجال، لا هم پرځای پاتې
د شپږو ورځو په تېرېدو سره لا هم د ولسي جرګې د ریاست په سر رامنځته شوې شخړه نه‌ده حل شوې او د پنجشنبې په ورځ هم د دغې جرګې د عمومي تالار بحثونه بې نتیجې پای ته ورسېدل.

په‌دې سره لا هم د ولسي جرګې د اداري پلاوي او رئیس څوکۍ تشې پرتې دي.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې غړي د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي رحماني د یوې باطلې شوې رأیې د رد یا تأييد په اړه د ټاکل شوي پلاوي پرېکړې ته رایه اچونه وکړي، خو دا پروسه هم د یادې جرګې د ځینو غړو له مخالفت سره مخ شوه .
په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل چې د دغه پلاوي غړی دی وايي:
"زه د کمېټې غړی وم او پریکړه مو وکړه چې په هغه یوه رای په تالار کې رای ګیري وکړو، خو نتیجې ته ونه رسېدو او شنبې ته پاتې شوه. ښاغلی رحماني وايي، ۱۳۰ وکیلانو لاسلیک کړی او دی تأییدوي خو د اصولي اړخ وايي، باید صندق دې کېښودل شي او رای ګیري دې له سره وشي."
د ولسي جرګې غړیو د شور او بې نظمۍ په جوړولو پرې نه‌ښوده چې د مسئلې د حل لپاره یو مېکانېزم جوړ شي.
د ولسي جرګې د ریاست په اړه د رامنځته شوي جنجال د ختمولو لپاره دوه ورځې مخکې ۲۷ کسیز پلاوی وګمارل شو، څو د ولسي جرګې په ارشیف کې د شنبې د ورځې رایه اچونه وګوري او په‌دې اړه خپله طرحه د جرګې له غړو سره شریکه کړي.
دغه پلاوي یو شمېر غړو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ښاغلي رحماني یوه باطله شوې رایه چې کولای شي نوموړی د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته ورسوي معتبره ده، خو د همدې کمېسیون یو شمېر نور غړي دغه رایه معتبره نه بولي.
بل‌خوا کمال ناصر اصولي چې د قضیې یو اړخ دی د دغه پلاوي د کارونو په اړه وايي:
"کمېسیون د درې - څلورو موردو لپاره ځانګړی شوی، یعنې د پروسې د اصل، په پروسه کې د فساد او د رحماني د رأيې د باطلېدو لپاره ، خو کمېسیون یو اړخیز قضاوت وکړ او یوازې د یوې رأيې په اړه یې پریکړه وکړه او نور ټول مساېل یې بې ارزونې پریښودل. که قانون ته مراجعه وکړو، دغه موضوع حل ده."

که څه هم مېر رحمان رحماني تراوسه په‌دې اړه خبریالانو ته څه نه دي ویلي، په ولسي جرګه کې د سمنګانو د خلکو استازی ضیاءالدین ضیاء چې د ښاغلي رحماني پلوي دی وايي، د ګمارل شوي پلاوي د پریکړې له مخې ښاغلی رحمانی رئیس دی او د ده په خبره د پنجشنبې په ورځ ېې د ۱۳۰ غړیو لاسلیکونه راټول کړي چې رحماني د ولسي جرګې د رياست پر څوکۍ کیني.
دی وايي:
"پلاوي خپله پریکړه اعلان کړه او د رایو په اکثریت یې لاسلیک وکړ چې میررحمان رحماني د ۱۲۴ رایو په خپلولو سره د ولسي جرګې د رئیس په توګه انتخاب دي او قضیه ختمه شوې ده."
د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي بیا د جرګې دغه وضعیت ستومانه کړي.
د هرات د خلکو استازی سید عظیم کبرزاني وايي:
"راځئ چې یا سري او یا علني رأیګیري وکړو، د حل لارهم همدا ده. ځینو پارلمان ولکه کړی دا د خلکو کوردی او ټول حق لري."
د ولسي جرګې د ریاست دانتخاباتو لپاره سیالۍ چې د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ وشوې، رحماني ۱۲۳ او اصولي۵۵ راېې خپلې کړې وې.
د ولسي جرګې پخواني مؤقت رئيس عطاء محمد دهقان‌پور، میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د نوي رئیس په توګه اعلان کړ چې د اصولي او دده د پلویانو له مخالفت سره مخ شو.
دوی ټینګار کوي چې ښاغلي رحمانی نه‌دی توانېدلی چې «پنځوس جمع یو» رایې ترلاسه کړي.

 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcgnn9q3ak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته