دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 185657
د امریکا «انټرپرایز» انسټیټیوټ: طالبان د سولې په خبرو کې ریښتوني نه‌دي
د مایکل روبین په خبره، طالبانو له امریکا سره تردې وړاندې هم د اسامه بن لادن د منزوي کېدو او د ترهګرو د روزنځایونو د بندولو ژمنې کړې وې، خو عمل یې پرې نه‌دی کړی. ښاغلي روبین د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیم د کارونو د ارزونې په اړه یوه مقاله هم وړاندې کړه.
د «انټر پرایز» په نوم د یوه امریکایي انسټیټیوټ غړی وایي چې طالبان د سولې په مذاکراتو کې د تېر ایستلو ډپلوماسي پرمخ وړي او له هغې جګړې ته د چمتوالي په هدف کار اخلي.
مایکل روبين چې د دغه امریکايي انسټيټیوټ یو غړی دی، د پنجشنبې په ورځ یې د سکایپ له لارې په کابل کې یوې ناستې ته په‌دې اړه وویل:
"طالبان په ډپلوماسۍ کې یو څه وایي، خو په عمل کې بل کار کوي، هغوی له ډپلوماسۍ د مقابل لوري د تير ایستلو او د جګړې د چمتوالي په هدف کار اخلي، د بېلګې په توګه هغوی په ۱۹۹۵ میلادي کال کې ژمنه وکړه چې په هرات به حمله نه‌کوي، خو دوی دا کار وکړ، ډېریو په واشنګټن کې دا هېر کړي، چې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې طالبانو د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره د مذاکرې په حال کې وو، خو پر کابل یې حمله وکړه."
د مایکل روبین په خبره، طالبانو له امریکا سره تردې وړاندې هم د اسامه بن لادن د منزوي کېدو او د ترهګرو د روزنځایونو د بندولو ژمنې کړې وې، خو عمل یې پرې نه‌دی کړی.
ښاغلي روبین د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیم د کارونو د ارزونې په اړه یوه مقاله هم وړاندې کړه.
نوموړي په خپله مقاله کې دې ته هم اشاره کړې چې د ټرمپ د ادارې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر غړي د امریکا او طالبانو تر منځ له پخوانیو مذاکراتو معلومات نه‌لري.
تردې وړاندې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب چارواکو تر منځ د قطر پایتخت دوحه کې شپږ پړاوه خبرې شوي.
په دغو خبرو کې په څلورو مواردو ټینګار شوی چې:

    له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل.
    د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارول.
    بین الافغاني خبرې.
    او اوربند په کې شامل دي.

خو لا هم دواړه لوري کومې نهایي پایلې او توافق ته نه‌دي رسیدلي.
په ورته وخت کې سیاسي څیړونکی وحید مژده چې په‌دې ناسته کې ګډون کړی و، وویل چې د امریکایي استازي او طالب چارواکو ترمنځ تر دې دمه په خبرو کې د سولې د تړون جزئیات معلوم نه‌دي، نو ځکه سره هوکړې ته نه‌دي رسیدلي.
سیاسي څیړونکی وحید مژده
دی زیاتوي:
"د امریکا د متحده ایالاتونو ستونزه له طالبانو سره دا ده چې امریکا له افغانستان سره امنیتي تړون په خپله خوښه لاسلیک کړی او د دغه تړون ډېر موارد اخلاقي جنبه لري نه حقوقي چې امریکا ته الزامیت متوجه کړي، په‌داسې حال کې چې طالبان داسې څه نه مني، دا چې د یو پړاو مذاکراتو خبرې تر شپاړلس یا اولس ورځو هم رسېږي، لامل یې د مسایلو جزئیات دي چې باید پرې خبرې وشي."
د امریکا د انټر پرایز انسټیټیوت د غړي مایکل روبین په مقاله کې د افغان سولې لپاره د پاکستان د رول یادونه هم شوې او ویلي یې دي چې پاکستان باید پر طالبانو فشارونه زیات کړي.
امریکایي چارواکو او طالبانو لا تراوسه د مایکل روبین د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

 
https://avapress.com/vdchmmnzq23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته