کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۲ کوچنیان او ښځی کندهار کې ځای پرځای شوی موټر بم چاودنه کې ټپیان شوی دی

3 جوزا 1398 ساعت 11:43

د کندهار عینومینه ښارګوټۍ کې ځای پرځای شوی موتر بم د چاودنې له امله ۶ تنه کوچنیان او ۴ ښځی ټپیان شوی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، تیره شپه د کندهار ولایت ۱۱ ناحیه د یو چاودنې شاهد وو.
دا چاودنه د عینومینه رهایشی سیمی ۲۲ جاده کې صورت نیولی او مقصد یی د سیمی اوسیدونکو په وینا، کندهار کې مستقر بلوڅانو رهبرانو کورونه وو خو دا ادعا ددی ولایت امنیه قوماندان له لوری رد شوی دی.
تادین خان، کندهار پولیسو قوماندان خپل توییتر کې لیکلی: هغه سیمه کی چی موتر بم چاودنه رامنځته شوی، بلوڅان شتون نه لری. هغه وویله چی چاودنې مقصد مشخص نه دی او ددی ادعا چی بلوڅان په دی سیمه کې حضور درلود، بی ځایه او دروغ ادعا ده.
هغه وویل چی څیړنې روانی دی.
تراوسه کوم کس یا ډله ددی پيښی مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 185684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185684/۱۲-کوچنیان-او-ښځی-کندهار-کې-ځای-پرځای-شوی-موټر-بم-چاودنه-ټپیان-دی

آوا
  https://www.avapress.com