کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې پرون ۵ رومانیايي عسکر په چاودنه کې ټپیان شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جوزا 1398 ساعت 10:29

په افغانستان کې پرون د مې په ۲۴مه پنځه رومانیايي عسکر د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.



د رومانیا دفاع وزارت ویلي چې عسکرو یې له امریکايي پوځیانو سره یوځای ګزمه کوله.
چاودنه د غرمې په دولس نیمو بجو شوې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی.
ټپیان په هليکوپټرو کې په کندهار کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډې روغتون ته لېږدول شوي او ښه دي.
د رومانیا عسکر په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي.
دا په یوه میاشت کې دوهم وار دی چې د رومانیا پر عسکرو داسې خونړۍ حمله کېږي.
د مې میاشتې په شپږمه هم دوه رومانیايي عسکر په افغانستان کې ټپیان شوي وو.
د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانس له خپلو عسکرو مننه کړې چې په صداقت او تعهد خدمت کوي.
 


د مطلب کود: 185715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185715/په-افغانستان-کې-پرون-۵-رومانیايي-عسکر-چاودنه-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com