دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 185715
په افغانستان کې پرون ۵ رومانیايي عسکر په چاودنه کې ټپیان شوي
په افغانستان کې پرون د مې په ۲۴مه پنځه رومانیايي عسکر د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د رومانیا دفاع وزارت ویلي چې عسکرو یې له امریکايي پوځیانو سره یوځای ګزمه کوله.
چاودنه د غرمې په دولس نیمو بجو شوې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی.
ټپیان په هليکوپټرو کې په کندهار کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډې روغتون ته لېږدول شوي او ښه دي.
د رومانیا عسکر په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي.
دا په یوه میاشت کې دوهم وار دی چې د رومانیا پر عسکرو داسې خونړۍ حمله کېږي.
د مې میاشتې په شپږمه هم دوه رومانیايي عسکر په افغانستان کې ټپیان شوي وو.
د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانس له خپلو عسکرو مننه کړې چې په صداقت او تعهد خدمت کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccspqsp2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته