دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 185718
په کابل کې د پرونۍ چاودنې د قربانیانو شمېر لوړ شوی
د نویو رپوټونو پر اساس، په التقوا جومات کې په پرونۍ چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

د کابل د نهمې ناحیې یوه پولیس جان اغا  ته ویلي چې چاودېدونکي مواد ښايي په هغه مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو چې د جومات ملا به ازان کاوه او خطبه به یې ویله.
د حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ابتدايي معلوماتو له مخې ویلی شي چې حمله وسله والو طالبانو کړې وه.
په پرونۍ حمله کې د التقوا جومات امام مولوي سمېع الله ریحان هم ووژل شو.
حمله د ژورې په نولسمه د جمعې د لمانځه په وخت کې وشوه.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي غلام حیدر پرون د مې په درویشتمه اسوشېټډ پرېس اژانس ته ویلي:
"هېڅ مسلمان به د روژې په میاشت کې بل مسلمان ونه وژني."
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcfytdycw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته