کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د نړیوالو ځواکونو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې

آزادی رادیو , 4 جوزا 1398 ساعت 11:11

د افغانستان په هلمند ولایت کې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د نړیوالو ځواکونو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې ده.



د قاطع ملاتړ ماموریت نن شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د هلیکوپټر عمله ژغورل شوې ده.
بیان وايي، چې نړیوال او افغان ځواکونه په ګډه د یادې غورځېدلې هلیکوپټرې د تر لاسه کولو هڅې پيل کړي دي.
نړیوالو ځواکونو د یادې هیلکوپټرې د بېړنۍ ناستې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.
پر همدې مهال د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم امریکا غږ ته وویل، چې پېښه تېره شپه ناوخته د «غبرګولې پر۳مه» د هلمند په شمال کې د نوزاد په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې الوتکه بشپړه توګه له منځه وړل شوې او عمله یې ژغورل شوې ده.
ده وويل:"تېر ماښام نږدې لس بجې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې عمله يې ټوله ژغورل شوې او الوتکه هم سوځول شوې ده."
نوزاد د هلمند په شمال کې له لښکرګاه ښار څخه په ۱۲۰ کېلومتره فاصله کې له فراه ولایت سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده چې له څه مودې راپدېخوا د طالبانو په لاس کې ده.
تر اوسه لا په دقیق ډول نه ده څرګنده چې د غې هلیکوپټرې په نوزاد ولسوالۍ کې نظامي ماموریت در لود او که له سیمي څخه د تېرېدو په حال کې وه.
خو په هلمند کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ځانګړو ځواکونو له لوري د دولت د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو او زندانونو باندي هوايي بریدونه زیات شوي دي.
د یو بل خبر له‌مخې تېره ورځ د هلمند په ګاونډ کندهار ولایت پر بهرنیو ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځه بهرني سرتېري ټپيان شوي دي.
یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، دغه چاودنه چې د کندهار هوايي ډګر ته نژدې رامنځته شوې پنځه رومانيايي سرتېري چې په ګزمه بوخت و ټپيان شوي دي.
تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 185720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185720/هلمند-کې-د-نړیوالو-ځواکونو-یوې-هلیکوپټرې-بېړنۍ-ناسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com