دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 185723
وروستیو سېلابونو ۲۴ تنه مړه کړي، ۱۲۷ ټپيان دي
طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وروستیو اورښتونو له امله ۲۴ تنه مړه شوي او ۱۲۷ نور ټپيان شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۴مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاد کسان د تېرې غوايي میاشتې له دوهمې نېټې بیا تر دا مهاله راوتلو سېلابونو کې مړه او ټپیان شوي دي.
بیا وايي، چې د یادو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲۱ د هستوګنې کورونه هم تخریب شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حشمت خان بهادري امریکا غږ ته وویل، چې دوی د سېلابونو له امله د ۴۰ مړو شوو کسانو له کورنیو سره نقدي مرستې هم کړي دي.
هغه زیاته کړه:" ۴۰ تنه چې په روان کال کې د سېلابونو له امله خپله ژوند له لاسه ورکړی دی، موږ د هر مړه شوي تن له کورنۍ سره ۵۰زر افغانۍ نغدي مرسته کړې ده،چې ټوله ۲ میلیونه افغانۍ کېږي."
طبیعي پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کې د دولت وزارت همدارنګه زیاته کړې چې د بارانونو له امله دغه ځاني او مالي زیانونه په کابل، پروان، بامیان، غزني، غور او هرات ولایتونو کې اوښتي دي.
سرچینه زیاتوي ۵سوه تنه چې د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ په تایمور سیمه کې سېلابونو کې بند پاتې و هم ژغورل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په ژمې کې د بارانونو او سېلابونو له امله ګڼو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5sb8frhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته